عباس عراقچي، د ايران د بهرنيو چارو وزير، ويلي چې تهران او واشنګټن تر بل هر وخت د «اسلامآباد هوکړې» ته د رسېدو لپاره نږدې شوي دي. عراقچي د جمعې په ماښام، د غبرګولي په ۲۲مه، په ايکس ټولنيزه شبکه کې په خپاره کړي پيغام کې ويلي چې د دغې هوکړې جزئيات او محتوا به په مناسب وخت کې له خلکو سره شريک شي. د ايران د بهرنيو چارو وزير د خبرو اترو د بهير په اړه ويلي: «تر بل هر وخت د اسلامآباد هوکړې ته نږدې شوي يو. تر هغو چې دا هوکړه نهايي شوې نه وي، رسنۍ دې د هغې د محتوا په اړه له اټکلونو او ګومانونو ډډه وکړي.» د عراقچي دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د وروستيو خبرو اترو د پايلو په اړه اټکلونه زيات شوي او د سيمهييزو او نړيوالو رسنيو پام يې ځان ته اړولی دی.



