شنبه, جون 13, 2026
شنبه, جون 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د USCIS له‌خوا د افغان اتباعو او ۳۸ نورو هېوادونو اړوند ځنډول شوې کډوالي دوسیو د پروسس بیا پیل

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) وايي چې د کډوالۍ د هغو غوښتنلیکونو بیاکتنه یې بیا پیل کړې چې د یوې پخوانۍ پالیسۍ له مخې درول شوي وو، کومه پالیسي چې د ۳۹ هېوادونو اتباع، په ګډون افغانستان او ایران، اغېزمن کړي وو. دغه اداره د جمعې په ورځ، د غبرګولی په ۲۳مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا اقدام د یوه فدرالي محکمې د پرېکړې وروسته شوی، چې د ځینو کډوالۍ دوسیو د پروسس ځنډول یې غیرقانوني بللي وو. د USCIS په وینا، ټول هغه دوسیې چې د دې پالیسۍ له امله اغېزمنې شوې وې، اوس به د عادي پروسو له مخې وڅېړل شي. دا پرېکړه په ځانګړي ډول د هغو زرګونو افغان کډوالو لپاره مهمه ده چې له ۲۰۲۱ وروسته امریکا ته داخل شوي دي. د هغوی ډېرو لا هم دایمي استوګنې (ګرین کارډ) یا نور کډوالي اسناد نه دي ترلاسه کړي او په وروستیو کې یې د خپل قانوني وضعیت او د اخراج د خطر په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د فدرالي محکمې پرېکړه د کډوالۍ اړوند پراخ ډول غوښتنلیکونه رانغاړي، چې پکې دایمي استوګنه (ګرین کارډ)، د امریکا تابعیت، د کار جوازونه او نور اړوند کډوالي امتیازات شامل دي.

- Advertisment -spot_img