بلال کریمي، په چین کې د افغانستان سفیر، د چین ـ سویلي اسیا همکاریو د اووم فورم په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي ثبات او اقتصادمحوره پالیسیو له امله د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی. هغه د خپلې وینا پر مهال له چین او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان کولای شي د سیمهییزې همکارۍ، سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي. کریمي همداراز د پانګونې د فرصتونو، اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او افغانستان یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د نښلونکې کړۍ او مهم محور په توګه یاد کړ. د نوموړي په وینا، د سیمهییزو همکاریو پراختیا نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده، بلکې د سیمې د ثبات، سوداګرۍ او ګډې هوساینې له پیاوړتیا سره هم مرسته کولای شي.



