شنبه, جون 13, 2026
شنبه, جون 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران: د افغانستان د حکومت پر ضد بې‌اجازې اعتراضونه په ایران که د قانون خلاف دي

ایران چارواکو په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حکومت پر ضد د هر ډول اعتراض، لاریون، غونډې یا پرلت ترسره کول له رسمي اجازې پرته غیرقانوني دي او قانوني پایلې به ولري. د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي ادارې په یوه خبرتیا کې ویلي چې ټول بهرني اتباع د هر ډول غونډې، لاریون یا راټولېدنې د ترسره کولو لپاره باید قانوني مراحل بشپړ او له اړوندو ادارو رسمي اجازه ترلاسه کړي. د ایران تسنیم خبري اژانس د جمعې په ورځ، د جون په ۱۲مه، د یادې خبرتیا متن خپور کړ. په خبرتیا کې راغلي چې د بهرنیو اتباعو له لوري د رسمي اجازې پرته هر ډول بلنه، اعتراض، غونډه یا پرلت غیرقانوني عمل ګڼل کېږي او له قانوني تعقیب سره به مخ شي. د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو ادارې له افغان کډوالو غوښتي چې خپلې چارې د ایران د قوانینو په چوکاټ کې تنظیم کړي او له بې‌اجازې اعتراضونو او راټولېدنو ډډه وکړي.

- Advertisment -spot_img