حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر، په قطر کې د «د ټولو لپاره لوړې زدهکړې» بنسټ څخه د افغان نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو د برابرولو له امله مننه کړې ده. هغه په یوه پیغام کې ویلي چې د دې پروګرام په چوکاټ کې ۷۴ افغانې نجونې د امریکا متحده ایالاتو له بېلابېلو پوهنتونونو څخه فارغې شوې دي. کرزي د دغو محصلانو د فراغت هرکلی کړی، دغه بریا یې دوی او د هغوی کورنیو ته مبارکي ویلې او د هغو بنسټونو هڅې یې ستایلې چې د افغان نجونو د زدهکړو ملاتړ کوي. هغه د نجونو د زدهکړو پر دوام هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره باید د لوړو زدهکړو لرونکو کادرونو لپاره د کار زمینه برابره شي. کرزي همداراز د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغان نجونې باید د هېواد دننه هم د زدهکړو او لوړو زدهکړو فرصتونو ته لاسرسی ولري.



