پنجشنبه, جون 4, 2026
پنجشنبه, جون 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایټالوي رسنۍ: د جنوب ایټالیا په یوه موټر کې د څلورو افغانانو هویت څرګند شو

ایټالیوي رسنۍ راپور ورکړی چې د جنوب ایټالیا په یوه موټر کې د څلورو افغانانو هویت چې د دوو پاکستانیانو له خوا سوځول شوي وو، څرګند شوی دی. د راپورونو له مخې، قربانیان وسیم‌خان ۲۹ کلن، فضل ۲۸ کلن، صفی ۲۷ کلن او عصمت ۱۹ کلن دي. یو ۳۵ کلن افغان کډوال له پېښې ژغورل شوی او ټپي شوی دی. همدارنګه ویل شوي چې یو پاکستانی وګړی هم د قربانیانو په منځ کې شامل دی. ایټالوي پولیسو دوه پاکستانی شکمن کسان نیولي دي. د سرچینو په وینا، قربانیان د کرنې په برخه کې کار کاوه او د معاش د زیاتوالي غوښتنه یې لرله. د طالبانو حکومت دغه پېښه غندلې او د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

- Advertisment -spot_img