د بودیجې کموالی په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کړی د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د تمویل یوازې ۱۶ سلنه برخه برابره شوې ده. اوچا په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تمویل د کسر پرلهپسې پراخېدل په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو دوام له جدي ګواښ سره مخ کوي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال لپاره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه ټولټال ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د مې میاشتې تر پایه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي دي. اوچا خبرداری ورکړی چې د بودیجې روان کمښت ښايي میلیونونه اړمن افغانان له حیاتي مرستو بېبرخې کړي او د بشري مرستو د رسولو بهیر له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.



