ګجرات ټایټنز لوبډلې د شبمن ګېل د ځلېدونکې لوبې او د راجستان رویالز پر وړاندې د اوو وېکټو په بریا سره د هند غوره لیګ (آیپیاېل) پایلوبې ته لار پیدا کړه. راجستان رویالز د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو وېکټو په زیان ۲۱۵ منډې هدف وټاکه. د دې لوبډلې ۱۵ کلن لوبغاړي ویبهاو سوریاوانشي له ۴۷ توپونو څخه د ۹۶ منډو په جوړولو سره د خپلې لوبډلې په منډو راټولولو کې مهم رول ولوباوه. ګجرات ټایټنز په ځواب کې لوبه په چټک ډول پیل کړه او وتوانېده چې په ۱۸.۴ اورونو کې د درېیو وېکټو په زیان ۲۱۹ منډې جوړې کړي او بریا خپله کړي. شبمن ګېل د سلیزې په ثبتولو سره د لوبې تر ټولو ځلېدونکی لوبغاړی و. ټاکل شوې ده چې ګجرات ټایټنز د یکشنبې په ورځ د احمدآباد په ښار کې د هند غوره لیګ (آیپیاېل) په پایلوبه کې د رویال چلنجرز بنګلور پر وړاندې ولوبېږي. دا لوبه به د روان پړاو د اتلولۍ د ټاکلو لپاره ترسره شي



