د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د چمن د پولې نږدې په یوه چاودنه کې د مسافرو د اورګاډي دوه واګونونه له پټلۍ اوښتي او سخت زیان یې لیدلی دی. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له شلو ډېر نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې د چاودنې شدت دومره قوي و چې دوه واګونونه یې چپه کړي او په یوه بل واګون کې یې پراخ اور لګېدلی او درانه تاوانونه یې اړولي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو د ادارې د رسنیو سلاکار بابر یوسفزي ویلي چې چارواکي د پېښې په اړه معلومات راټولوي او د پلټنو بهیر روان دی. عیني شاهد عرفان خان ویلي چې د چاودنې زور د اورګاډي د واګونونو د اوښتو سبب شو او د اور له امله د رېل پټلۍ ته نږدې ځینې موټرونه هم زیانمن شوي دي. د هغه په وینا، د چاودنې غږ د ښار په بېلابېلو برخو کې اورېدل شوی دی. وروسته له پېښې په کویټه کې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري. چارواکي وايي د تلفاتو د زیاتېدو احتمال نه شي ردولای.



