العربيه راپور ورکړی چې د امريکا او ايران ترمنځ د يوې احتمالي هوکړې وروستۍ مسوده، چې ويل کېږي د پاکستان په منځګړيتوب چمتو شوې، ښايي په راتلونکو ساعتونو کې په رسمي ډول اعلان شي. په راپور کې راغلي چې دواړه لوري د ځمکنيو، هوايي او سمندري جبهو په ټولو برخو کې پر سمدستي، هر اړخيز او بېقيد او شرط اوربند موافقې ته رسېدلي دي. همداراز ويل شوي چې دواړه خواوې به ژمنه وکړي چې د يو بل پوځي او ملکي زېربناوې به هدف نه ګرځوي. د دغو ادعاوو له مخې، د هوکړې په مسوده کې د پوځي عملياتو پر پای ته رسېدو، د رسنيزې جګړې پر درولو، او د دواړو هېوادونو ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ټينګار شوی دی. راپور زياتوي چې په فارس خليج، هرمز تنګی او عمان سمندر کې به د بېړيو د تګ راتګ ازادي تضمين شي او د هوکړې د پلي کېدو د څارنې او د اختلافونو د حل لپاره به ګډ ميکانيزم رامنځته شي. په راپور کې دا هم ويل شوي چې که هوکړه په رسمي ډول اعلان شي، نو د پاتې موضوعاتو په اړه خبرې به د اوو ورځو په موده کې پيل شي. همداراز ويل شوي چې د هوکړې مادو ته د ايران د ژمنتيا په بدل کې به امريکا د بنديزونو د تدريجي کمولو بهير پيل کړي. تر اوسه د دواړو لورو له خوا د دې راپور په اړه هېڅ رسمي تائيد نه دی خپور شوی.



