شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سمنګانو کې ترافیکي پېښې له امله ٣ تنو ژوند بایلود

د سمنګان مسوولین وایي، د یاد ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن (پنجشنبه) د خلم ولسوالۍ په «ګولایي صیاد» سیمه کې شوې چې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې یوه ښځه او دوه نارینه مړه او یو بل نارینه ټپیان شوي دي. مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده. له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. د یادولو ده چې په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو هم مرګ‌ژوبله اوړي. څه موده مکې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د زرګونه جي پي اېس الو د نصبېدو خبر ورکړی و.

    - Advertisment -spot_img