ځايي سرچینې ویلي، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په مربوطاتو کې د دوو نجونو مړي موندل شوي دي. د سرچینو په وینا، دغه مړي د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۲۴مه، د مارشال فهیم سړک پر مسیر د غره په لمنه کې د سیمې اوسېدونکو له خوا کشف شوي دي. د معلوماتو له مخې، قربانیانې ۱۹ او ۳۵ کلنې وې. مړي یې په سپینو ټوکرونو پوښل شوي وو او په سیمه کې د وینې نښې هم لیدل شوې دي. تر اوسه مسؤلو چارواکو د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او څېړنې لا هم روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې د وژنو، د کسانو د ورکېدو او وسلهوالو غلاوو د زیاتېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.



