شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

الجزیره: چین ښايي پر ایران د فشار په بدل کې له امریکا امتیازات وغواړي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې ښایي چین پر ایران د فشار راوړلږ په بدل کې له متحده ایالاتو په مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو کې امتیازات وغواړي. په منځني ختیځ کې د کړکېچونو له دوام او چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر سره هم مهاله، د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د احتمالي سیاسي معاملې په اړه راپورونه زیات شوي دي. الجزیرې د شنونکو له قوله راپور ورکړی چې د ټرمپ د سفر یو مهم محور پر ایران د فشار زیاتولو لپاره له چین د امریکا د مرستې غوښتنه ده. د راپور له مخې، امریکایي چارواکو له چین غوښتي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو لپاره د ایران هڅولو کې لا ډېر رول ولوبوي. په مقابل کې، یو شمېر شنونکي وایي چې چین ښايي د دې همکارۍ په بدل کې له امریکا امتیازات وغواړي. ایندرجیت پارمار چې د لندن د سټي سېنټ جورج پوهنتون د نړیوال سیاست استاد دی، الجزیرې ته ویلي چې به ښايي پر ایران د فشار راوړلو په بدل کې د تایوان په اړه د واشنګټن د دریځ نرمول وغواړي. هغه ویلي چې کېدی شي د تایوان موضوع له امریکا سره په هر ډول احتمالي هوکړه کې د چین له بنسټیزو غوښتنو وي. راپورونه ښيي چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو له زیاتېدو سره هممهاله، د ایران او تایوان پر سر د چین او امریکا سیاسي سیالي او معاملې نوي پړاو ته دننه شوې دي.

    - Advertisment -spot_img