د بست زون لوبډلې د کندوز په کوربهتوب د ۲۰ اوریزو ملي جام په پایلوبه کې مس عینک زون ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه. په دې لوبه کې بست زون د مس عینک له خوا ورکړل شوی ۲۱۲ منډو هدف په ۱۸م اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او په دې ټورنمنټ کې یې د هدف ترلاسه کولو یو له بریالیو ریکارډونو څخه ثبت کړ. د بست په بریا کې نعمان شاه خورا ځلېدلی رول ولوباوه؛ نوموړي په زړه پورې توپ وهنه وکړه او ۱۱۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې. هغه تر دې وړاندې هم په لوبو کې نیمه سلیزه وهلې وه، خو په پایلوبه کې یې خپله سلیزه پوره کړه. دغه راز نجیب ځدراڼ هم د ۴۳ منډو په جوړولو سره د نعمان شاه ښه ملتیا وکړه. تر دې وړاندې مس عینک زون په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ۲۱۱ منډې جوړې کړې وې. د دوی په ګټه امل شاهین ۷۳، اعجاز احمدزي ۴۳، اصغر اتل ۳۹ او خالد تنیوال ۳۴ منډې جوړې کړې وې. بست زون د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې (بالینګ) پرېکړه کړې وه. دا سیالۍ چې د کرکټ بورډ له خوا د «سوپرکولا» شرکت په مالي ملاتړ په کندوز کې جوړې شوې وې، د هېواد د ټولو زونونو لوبډلو پکې ګډون کړی و. دا ټورنمنټ د کورني کرکټ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي چې ځوانو لوبغاړو ته ملي لوبډلې او حرفوي لیګونو ته د لار موندنې زمینه برابرېږي. د کرکټ دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو څخه منع شوې دي.



