د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې له جرمني څخه افغانستان ته د کډوالو د اېستلو سیاست نه یوازې امنیت نه راولي، بلکې د طالبانو د پیاوړتیا او د ترهګرۍ د پراخېدو لامل ګرځي. د شنه ګوند دغې غړې په یوه مقاله کې چې په جرمنۍ رسنۍ «فرانکفورټر رونډشاو» کې خپره شوې، ویلي چې د پراخې بېوزلۍ او بېکارۍ ښکار هېواد ته د افغان ځوانانو بېرته ستنول، هغوی له طالبانو سره تړلو شبکو ته هڅوي. هغې لیکلي: «افغانستان ته د کډوالو شړل امنیت نه تامینوي، بلکې طالبان او ترهګري پیاوړي کوي او خلکو ته لوی دردونه رسوي. که موږ د امنیت په اړه جدي یو، نو باید بهرنی سیاست او د کډوالۍ سیاست یو ځای په پام کې ونیسو.» هانا نیومن زیاته کړې، چې د جرمني حکومت د کډوالو د ایستلو په برخه کې تر ډېره پر کورنیو سیاسي بحثونو او د پروسې پر چټکتیا تمرکز کړی او امنیتي پایلې یې له پامه غورځولې دي. د هغې په وینا، دا سیاست په عمل کې هماغه «تاوتریخجن او غیر ډیموکراتیک» رژیمونه او ترهګریزې شبکې پیاوړې کوي چې لوېدیځ هېوادونه یې د مبارزې دعوه کوي. د اروپايي پارلمان دغه غړې ټینګار کوي، چې ډېری ستانه شوي کډوال په داسې شرایطو کې واقع کېږي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاو په پوره کولو کې له سختو ستونزو سره مخ وي. اغلې نیومن د افغانستان د بېوزلۍ ارقامو ته په اشارې لیکلي، چې د هېواد ۶۵ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۷۵ سلنه نفوس په فقر کې ژوند کوي او ډېری خلک د ژوند لومړني توکي نشي پوره کولی. هغې خبرداری ورکړی، چې په داسې حالت کې مذهبي شبکې او مدرسې چې ځینې یې د طالبانو له خوا کارول کېږي، راستنو شویو کسانو ته سرپناه، خواړه او اسانتیاوې ورکوي چې دا چاره هغوی دغو ډلو ته د جذبېدو زمینه برابروي. د هغې په باور، له دغو جوړښتونو سره د ډېرو کسانو یو ځای کېدل د ایډیالوژیک باور له امله نه، بلکې د «بقا» او ژوندي پاتې کېدو لپاره دي. دغه اروپايي سیاستواله وایي، د جرمني حکومت د ښي اړخو ګوندونو لکه «د جرمني لپاره بدیل» (AfD) تر سیاسي فشار لاندې د جامع ستراتیژۍ پر ځای، د لنډمهالو سیاستونو خوا ته روان دی. دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنه غواړي په بروکسل کې له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو پر سر خبرې وکړي.



