د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اعلان کړی، چې سلوانیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده. ياد سازمان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې، دا مرسته د ښځو او نجونو د روغتیايي او حمایوي خدماتو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې شوې ده. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي، دا مالي مرسته به د ښځو د بارورۍ د اړینو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي. د دې بنسټ په وینا، د سلوانیا مرستې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړمنو کورنیو ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ښځې، په ځانګړې توګه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې، د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دي. تر دې وړاندې، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې هر ساعت یوه مور د امیدوارۍ او زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ستونزو له امله مړه کېږي. ملګري ملتونه وايي، د سلوانیا نوې مرسته به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیايي خدماتو د ملاتړ لپاره ولګول شي.



