دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا غواړي فضا کې د ۱.۲ ټريليونه ډالرو په لګښت وسلې ځای پر ځای کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پلان چې غواړي په فضا کې وسلې ځای پر ځای کړي او په وينا يې دا د امریکا لپاره «زرین ګنبد» دفاعي پروګرام دی، اټکل شوی لګښت یې یو اعشاریه دوه ټریلیونه ډالره ښودلی دی. د راپورونو پر بنسټ، دا د تېر کال له اعلان شوې یو سل پنځه اویا ميليارد اربه ډالرو څخه ډېر لوړ دی. د کانګرس بې طرفه بودجوي دفتر په خپور شوي راپور کې ویلي، دا یوازې یوه احتمالي طرحه ده، نه د حکومت رسمي اټکل. ټرمپ د خپلې لومړۍ کاري اوونۍ پر مهال د اجرائیوي فرمان له لارې د دې راتلونکي دفاعي نظام امر کړی و او ویلي یې وو، چې غواړي دغه نظام د خپلې دورې تر پایه، یعنې د ۲۰۲۹ م کال تر جنورۍ پورې بشپړ فعال شي.

- Advertisment -spot_img