د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي ويلي، که پر دغه هېواد یوځل بیا د امریکا او اسرائیلي رژیم له لوري برید وشي، د تهران له احتمالي ځوابونو څخه یو به د یورانیم تر ۹۰سلنې غني کول وي. رضایي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه موضوع به د ایران په پارلمان کې وڅېړل شي او دا ګام د احتمالي فشارونو پر وړاندې د ایران د غبرګون د انتخابونو له جملې څخه یاد شوی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه تاوتریخوالی لاهم دوام لري. ایران ټینګار کوي چې د یورانیم غني کول د دغه هېواد د ملي حق برخه ده، خو لوېدیځ هېوادونه بیا اندېښنه لري، چې دا پروسه د وسلو جوړولو وړتیا ته نږدې کېدای شي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د سیمې وضعیت هم حساس پاتې دی.



