په جلاوطنۍ کې د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې«نی»، په هېواد کې د خبریالانو د نیولو وروستیو پېښو ته په غبرګون کې، په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ او اروپایي ټولنې څخه جدي غوښتنه کړې، چې له طالب چارواکو سره د خبرو له لارې د بندي خبریالانو د ازادولو لپاره لاره هواره کړي. دغه بنسټ وروسته له هغه دا غوښتنه کوي، چې په تېرو څو ورځو کې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش او د «پیګرد» خبري اژانس مسئول جاوید نیازی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي. د راپورونو له مخې، دا مهال لږ تر لږه اوه خبریالان «بشیر هاتف، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم، جاوید نیازی، عمران دانش او منصور نیازی» د طالبانو په زندانونو کې دي. «نی» په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د خبریالانو نیول د طالبانو لپاره په یوې «ورځنۍ بڼه» بدل شوي او په تېرو پنځو کلونو کې دغه ډلې شاوخوا ۴۰۰ خبریالان زنداني کړي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې ، طالبانو په هرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه درې خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. یاد بنسټ زیاتوي، چې طالبانو د خپلو ادعاوو برعکس هېڅ بدلون نه دی کړی او لا هم د انساني ارزښتونو پر وړاندې ولاړ دي.



