دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دنیس کویل: طالبانو بې له کوم جرم او تور پرته ۱۴ میاشتې زنداني کړی وم

امريکايي دنیس کویل، چې څه موده يې د طالبانو په بند کې تېره کړې ويلي، چې هغه ۱۴ میاشتې بې له کوم جرم په بند کې تېرې کړې دي. د نیوز نیشن شبکې راپور ورکړی، چې ښاغلي کویل د خوشې کېدو وروسته ویلي، د بند په ټوله موده کې یې هیله درلوده، چې بیا به خپله کورنۍ وویني. هغه زیاته کړې، د ۲۰۲۵ م کال په جنورۍ میاشت کې د کابل ښار له خپل اپارتمان څخه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی و. د هغه په وینا، طالبانو هېڅکله په رسمي ډول هغه نه و تورن کړی او له همدې امله هغه باور درلود، چې د هغه نیول سیاسي انګېزه لرله. کویل همدارنګه ویلي، د بند په لومړیو پنځو میاشتو کې یې له خپلې کورنۍ سره د تماس اجازه نه درلوده. د راپور له‌مخې، د امریکا حکومت ویلي، چې لا هم لږ تر لږه دوه نور امریکايي اتباع د طالبانو په زندان کې بندیان دي.

    - Advertisment -spot_img