رزمي لوبو افغان لوبغاړی واحدالله نژند، نن شپه له ارجنټایني سیال سره د مبارزې ډګر ته داخلېږي. دا مبارزه د اف اېن سي سازمان د سیالیو په لړ کې د کروشیا په کوربتوب ترسره کېږي. دغه سیالي به د ۷۷ کیلوګرام وزن په کتګورۍ کې د نژند او د هغه د ارجنټایني سیال ترمنځ ترسره شي. نژند له ۱۰ بریاوو او یوازې ۲ ماتو لرونکي ریکارډ سره دې مبارزې ته داخلېږي، په داسې حال کې چې، د هغه سیال ستاروپولي، په خپله کارنامه کې ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري. باید وویل شي، چې نژند چې تر دې وړاندې یې د اوکتاګون په سازمان کې سیالۍ کولې، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې یې له افاېنسي سازمان سره تړون لاسلیک کړ. دا مبارزه د نژند لپاره یو مهم فرصت دی، څو په مسلکي سیالیو کې خپل مقام لوړ او یوه بله ارزښتناکه بریا ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده، چې واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې تر دې وړاندې هم غوره ځلېدلی، ښې لوبې يې کړې او د خپل وزن په کټګورۍ کې د کال غوره ورزشکارانو هم راغلی و.



