دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د زونونو په کچه د لېسټ اې سیالیو مهالوېش اعلان شو

د افغانستان کورني کرېکټ پرمختګ څانګې له لوري د زونونو په کچه یو ورځنیو سیالیو مهالوېش اعلان شو. په دې سیالیو کې پنځه زونونه بند امیر، مس عینک، بست، امو او سپین‌غر ونډه لري، چې د ۱۷ ورځو په موده کې به په یو ورځني فارمټ کې خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي. د مهالوېش له مخې نهم پړاو لېسټ‌اې سیالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان او نجیب الله تر‌ه کي کرېکټ لوبغالو کې ترسره کېږي، چې د روانې غويي/ثور میاشتې پر ۲۷مه نېټه به پیل او د غبرګولي/جوزا تر ۱۴مې به دوام وکړي. دغه سترې سیالۍ د کرېکټ او لوبغاړو د ودې او پرمختګ په موخه ترسره کېږي.

    - Advertisment -spot_img