پر لبنان د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د یو ژغورونکي په ګډون ټول ۳۱ تنه وژل شوي دي. د لبنان دولتي اژانس ویلي، دا بریدونه د جمعې په ورځ پر جنوبي لبنان د بې پیلوټه او جنګي جیټ الوتکو له لوري شوي دي. د لبناني چارواکو د خبر له مخې د تیرې مارچ میاشتې له دویمې نیټې تر دې دمه د اسرائیلي رژیم بریدونو کې ۲ زره ۷۰۰ کسان وژل شوي او له ۸ زرو زیات ټپيان دي. د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د تیرې اپریل میاشتې په ۱۷ مه نیټه اوربند اعلان شو چې بیا د روانې مۍ میاشتې تر ۱۷ مې وغځول شو، خو سره له دې بیا هم اسرائیلي پوځ پر لبنان بریدونو ته دوام ورکړی او اوربند یې مات کړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)