د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران او امریکا ښايي راتلونکې اوونۍ په اسلاماباد کې خپل مذاکرات بېرته پیل کړي. راپورونه وایي، دواړه هېوادونه د منځګړو لوریو په همکارۍ د یوې ۱۴ مادهییزې طرحې پر سر کار کوي، څو د تاوتریخوالي او جګړې د کمېدو لپاره یوه هوکړه رامنځته شي. د معلوماتو له مخې، په دې طرحه کې د ایران د غني شویو یورانیمو د مدیریت موضوع شامله ده، چې ښايي د درېیم هېواد له لوري ترسره شي. همداراز، په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو کمول، د سمندري تګ راتګ خوندیتوب او پر ایران د امریکا د بندیزونو د لرې کولو موضوعات هم د خبرو مهمې برخې بلل کېږي. سرچینې زیاتوي، امریکا غواړي ایران د اوږدې مودې لپاره د یورانیمو غني کول محدود کړي، خو ایران د لنډ مهاله محدودیت غوښتنه لري، چې د همدې موضوع پر سر لا هم د دواړو لورو ترمنځ اختلاف موجود دی. تر اوسه ایران او امریکا په رسمي ډول د دغو مذاکراتو بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي.



