د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د تبریز نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانیستل شوی دی. دغه ملکي هوايي ډګر د امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال تر برید لاندې راغلی و، چې د الوتکو ځغاستلیکه (رن وې) او د کنټرول او مخابراتو مرکز ته یې زیان رسېدلی و. اوس، د بیارغونې د کار تر بشپړېدو وروسته، هوايي ډګر په بشپړ ډول بېرته فعال شوی او خپلې الوتنې یې بیا پیل کړې دي. د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال، د تهران، مشهد، تبریز، اهواز او نورو ښارونو څو هوايي ډګرونه څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي وو. دا هوایي ډګر داسې مهال بېرته فعالیت پيلوي چې، پرون چهارشنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اټکل وکړ چې له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي، په داسې حال کې چې هغه د هرمز تنګي او د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې د ترلاسه کولو هڅه کوي.



