د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې، شکريې بارکزۍ، د اروپا پارلمان د هغې قطعنامې یادونه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیک ځپنه یې د “جنسیتي اپارټاید” په توګه غندلې ده. بارکزۍ په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې د اروپا پارلمان د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې په هغه کې له طالبانو سره د اړیکو پر نه عادي کولو ټینګار شوی دی. هغې له ټولو حقوقي بنسټونو او دادخواه ډلو غوښتي چې دغه قطعنامه د خپلو فعالیتونو لپاره د یو رسمي عملي چوکاټ په توګه وکاروي. نوموړې په ځانګړي ډول د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کړې چې د دغه پرېکړه لیک په رڼا کې د افغان ښځو د پناه غوښتنې دوسیو ته په عادلانه ډول رسېدنه وکړي. شکریه بارکزۍ ټینګار کوي چې له افغان ښځو سره پیوستون یواځې د یوې ډلې ملاتړ نه، بلکې د انساني کرامت، عدالت او نړیوالو بشري ارزښتونو څخه دفاع ده. دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د افغان ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د “جنسیتي اپارټاید” په توګه د پېژندلو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. د اروپا پارلمان دغه پرېکړه لیک د دغو هڅو یوه مهمه حقوقي برخه بلل کېږي چې د تعاملاتو لپاره یې سخت شرایط وړاندې کړي دي.



