چهارشنبه, مې 6, 2026
چهارشنبه, مې 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ازبيکستان د چین او افغانستان ترمنځ نوی ترانزيټي دهلېز پرانیست

ازبکستان اعلان کړی، چې د مرکزي اسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ یو نوی څو‌اړخیز (ملټي‌مودل) باروړونکی مسیر فعال کړی دی. دا خبره د «ټرېنډ» خبري اژانس د راپور له مخې د ازبکستان د ملي اورګاډي شرکت له قوله شوې ده. د «اوزتمیریول‌کانتینر» شرکت ویلي، په دې مسیر کې به کانتینري بارونه د چین څخه د قزاقستان د التین‌کول تمځای له لارې ازبکستان ته د اورګاډي پر مټ ولېږدول شي او وروسته به د بخارا لوژستیک مرکز ته ورسېږي. د معلوماتو له مخې، له هغه ځایه به بارونه پر لاریو ولېږدول شي او د ترکمنستان له لارې به د افغانستان هرات ښار ته انتقال شي. تر دې وړاندې، په دې دهلېز کې ډېری بارونه د سمندري لارو له لارې له چین څخه د ایران بندر عباس ته رسېدل او بیا به د ځمکنیو لارو له لارې افغانستان ته انتقالېدل. دغه نوی مسیر شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او اټکل کېږي چې د توکو د لېږد وخت به نږدې ۳۰ ورځو ته راکم کړي، چې له امله به یې د سیمې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې زیاتې او د ترانزیټ وخت کم شي.

- Advertisment -spot_img