د فرانسې د باروړونکو کښتو شرکت ویلي، چې د دوی یوه کښتۍ «سان انتونیو» د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال په نښه شوې ده. یاد شرکت ویلي، په دې پېښه کې د کښتۍ عمله ټپي شوې او کښتۍ ته هم زیان اوښتی دی. د شرکت په وینا، ټپي شوې عمله د الوتکې په مرسته د پېښې له ځایه ایستل شوې او اوس تر درملنې لاندې ده. فرانسوي چارواکو ویلي، وضعیت له نږدې څاري او د کښتۍ د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات روان دي.



