د لبنان حزبالله اعلان کړی، چې د دغه هېواد په جنوب کې اسراييلي ځواکونه د بېپېلوټه الوتکې (ډرون) د برید هدف ګرځول شوي دي. حزبالله غورځنګ ویلي، چې دا برید د لبنان په جنوب کې د «القنطره» په ښار کې ترسره شوی دی. د یاد غورځنګ په وینا، برید د سهشنبې ماښام په ۱۱:۴۵ بجو د ځايي وخت له مخې ترسره شوی او هدف یې لګېدلی دی. حزبالله زیاته کړې، چې دا برید د هغه څه په غبرګون کې شوی چې دوی یې «د اسرايیلو له لوري د اوربند نقض» بولي. خو دې ډلې دا نهدي ويلي، چې څومره اسرائيلي ځواکونه يې وژلي. دغه ډلې دا هم ادعا کړې، چې د اسرائیلو بریدونو د لبنان د جنوب په کلیو کې ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. په ورته وخت کې، اسرائيلي چارواکو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. له میاشتو راهیسې د حزبالله او اسرائیلو ترمنځ د نښتو وروسته، د لبنان د جنوب سرحدي امنیتي وضعیت لا هم نازک بلل کېږي. د حزبالله او اسرائیلو ترمنځ د متقابلو بریدونو دوام د شخړې د زیاتېدو اندېښنې ډېرې کړې او د سیمې ثبات یې له ننګونو سره مخ کړی دی.



