د چین په «هونان» ولایت کې د اورلوبو توکو د تولید یوې کارخونې دننه چاودنه شوې، چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۶۱ نور ټپيان دي. د رویټرز د راپور له مخې دا چاودنه پرون مازدیګر مهال شوې او وروسته پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې چې له پېښې وروسته شاوخوا ۵۰۰ اوروژونکي، د ژغورنې ځواکونه او روغتیايي کارکوونکي د اور مهارولو او د ټپیانو د مرستې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي. تر اوسه د دې چاودنې لامل نه دی روښانه شوی، خو د چین ولسمشر «شي جین پینګ» په کره توګه د پېښې د څېړلو امر کړی دی. نوموړي ویلي، چې په مهمو صنعتي برخو کې دې د خوندیتوب تدابیر پیاوړي شي، او مسئولین باید د دې پېښې په اړه حساب ورکړي. د چین په بېلابېلو فابریکو کې ورته پېښې زیاتې کېږي، چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوړي. څه موده مخکې هم د یاد هېواد په یوه کارخونه کې د چاودنې او پراخې اورلګېدنې له امله شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي وو. د ویلو ده، چې په نړۍ کې د دا ډول پېښو لاملونه تر ډېره د برېښنا شارټۍ او د ترکیبي توکو ناسمه کارونه بلل کېږي.



