فارس خبري اژانس د معتبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ایران سمندري ځواکونو د امریکا یوه کوچنۍ جنګي بېړۍ په نښه کړې ده. یاد اژانس زیاته کړې دغې بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدو په موخه حرکت کړی و، چې د ایران سمندري ځواکونو خبرداري له پام غورځولو وروسته پرې توغندیز برید شوی دی. فارس اژانس ویلي، د امریکا دغه جنګي کښتۍ تر بریدو وروسته شاتګ ته اړ شوې ده. تر اوسه د دې برید له امله د اوښتو زیانونه په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.



