د راپورونو له مخې، د کینیا په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزیزې په یوه راپور کې د کینیا د پولیسو له قوله لیکلي، چې د سېلابونو راوتلو او ځمکښویېدنې پېښې د دغه هېواد په ثاراکا نیتي، ایلګیو – ماراکویټ او کیامبو ولایتونو کې ثبت شوې دي. سرچینې لیکلي، په یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنو کې لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. پولیسو ویلي، ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې، خلک یې بېکوره شوي او ملکیتونو او زیربناوو ته یې لوی زیان رسولی دی. سرچینې لیکلي، تر اوسه دا روښانه نه ده، چې څو کسان بېځایه شوي دي. ځایي رسنیو راپورونه ښيي، چې د پلازمېنې نایروبي سړکونه له اوبو ډک شوي او موټر او خلک په اوبو کې تېرېږي. سرچینې د معلوماتو له مخې، دا په دوو میاشتو کې دویم ځل دی، چې د کینیا ځینې سیمې له مرګونو سېلابونو سره مخ کېږي. په مارچ میاشت کې هم په نایروبي کې سېلابونو لږ تر لږه ۳۷ تنه مړه کړي وو.



