یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“خبریالي جرم نه دی، حکومتونه دې ورته پوره پاملرنه وکړي”

  1. د بشري حقونو د څار سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې خبریالي «جرم نه دی» او حکومتونه باید دې موضوع ته جدي پام وکړي. دې بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې د بیان د ازادۍ د محدودولو لپاره پراخې هڅې روانې دي او زیاته کړې یې ده: «له همدې امله موږ باید خبرې وکړو.» په اعلامیه کې راغلي: «د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ کې، موږ په ټولو رسنیو کې د بیان د سرکوب پر ټولو بڼو، په ټوله نړۍ کې، مبارزې ته دوام ورکوو.» نن یکشنبه، د مې درېیمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د ملګرو ملتونو او یونسکو له لوري د رسنیو د ازادۍ د ستاینې، د خبریالانو د ملاتړ او د حکومتونو د مسؤلیتونو د یادونې لپاره د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹ مادې پر بنسټ نومول شوې ده. د دې ورځې موخه د نړۍ په کچه د رسنیو د ازادۍ ارزونه، د رسنیو د خپلواکۍ دفاع او هغو خبریالانو ته درناوی دی چې د معلوماتو د رسولو په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې را رسېږي چې طالبان له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو او د خبریالانو پر ازاد فعالیت سخت سانسور لګولی او په تېرو نږدې پنځو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله نیول شوي او زنداني شوي هم دي. اوس مهال څلور خبریالان، بشیر هاتف، شکېب نظري، حمید فرهادي او ابوذر صارم، لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو یو کال کې یې لږ تر لږه ۱۵۰ د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د سرغړونې پېښې ثبت کړې دي.
- Advertisment -spot_img