دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ او د خبریالانو پر ملاتړ د يوناما ټينګار

د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د بیان د ازادۍ پر ساتنې او د سوله‌ییزو، عادلانه او دوامداره ټولنو رامنځته کېدو لپاره د اساسي اړتیا په توګه د خبربالانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. نن یکشنبه، د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده. یوناما په دې مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خبریالي د سولې په جوړولو او پیاوړتیا کې مهم رول لري او باوري او تایید شوو معلوماتو ته لاسرسی د سوله‌ییزو، عادلانه او دوامداره ټولنو جوړېدو لپاره یوه اساسي اړتیا ده. په اعلامیه کې راغلي: «د معلوماتو تحریف ټولنیز یووالی کمزوری کوي او عمومي باور له منځه وړي؛ خو ازاد او پر حقیقت ولاړ معلومات د حساب‌ورکونې د پیاوړتیا، د رغنده خبرو اترو د زمینې برابرولو او د بشري حقونو د خوندیتوب لامل کېږي.» په همدې حال کې، د طالبانو تر ولکې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران هم د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې حکومت يې د رسنیو پر بنسټیز رول باور لري او له رسنیو یې غوښتي، چې خپلې چارې د دیني او فرهنګي ارزښتونو، د نشراتي پالیسۍ او ملي ګټو په چوکاټ کې تنظیم کړي. هغه زیاته کړې چې طالبان د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې له ۱۴۰ څخه زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. د هغه په خبره، دغه وزارت معلوماتو ته د لاسرسي د ښه‌والي لپاره هم ژمن دی او د راتلونکي کال لپاره یې په دې برخه کې پلانونه تر لاس لاندې دي.

- Advertisment -spot_img