شنبه, مې 2, 2026
شنبه, مې 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو پر عدلي نظام د ۹۵سلنه افغان مېرمنو بې‌باوري

د یوه نوي راپور پر بنسټ، چې د ټورنټو پوهنتون په همکارۍ خپور شوی، ۹۵ سلنه افغان ښځو ویلي، چې د طالبانو پر عدلي نظام د بې‌باورۍ له امله، نور نه غواړي خپلې حقوقي قضیې تعقیب کړي. دا راپور د عدالت په جوړښت کې د پراخو بدلونونو او له دغه نظام څخه د ښځو د سیستماتیک حذف خبر ورکوي. دغه راپور د ښځو او ماشومانو د څېړنې او حق غوښتنې شبکې له خوا د جمعې په ورځ، د ثور په ۱۱مه، په ټورنټو کې په یوه نړیواله غونډه کې نندارې ته وړاندې شو. په دې غونډه کې حقوقي کارپوهانو، مدني فعالانو، اکاډمیکو شخصیتونو او ډیپلوماټانو ګډون درلود او موخه یې په افغانستان کې عدالت ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې د جوړښتي خنډونو په اړه د نړیوالې ټولنې د پام را اړول وو. د دې څېړنې موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان عدلي نظام په بنسټیز ډول بدل شوی او ډېری رسمي جوړښتونو خپل ځای غیر رسمي میکانېزمونو ته ورکړی دی. د ارقامو له مخې، ۸۱ سلنه ځواب ویونکو په عدلي نظام کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړی او ۹۱ سلنه ویلي، چې د ښځینه حقوقي متخصصینو حذف د قضیو پر پایلو جدي اغېزه کړې ده. همدا راز ۶۵ سلنه ښځو محکمو ته له ورتګ څخه د «خورا منفي» تجربو راپور ورکړی دی. د دغې شبکې بنسټ اېښودونکې زرقا یفتلي په پرانیستونکې وینا کې ویلي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د عدالت رسمي میکانېزمونه په کلکه کمزوري شوي او ځای یې داسې نظامونو نیولی، چې نه یوازې عادلانه نه دي، بلکې له مجازات څخه د معافیت زمینه یې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې برابره کړې ده.» په دوام کې د ټورنټو پوهنتون استاد ایډوارډ شاټس ویلي: «موږ ژمن یو چې د افغانستان موضوع په علمي او پالیسي جوړونې په محفلونو کې ژوندۍ وساتو.» د راپور وړاندې کوونکې فرښتې کریمي ټینګار کړی، چې د ښځو حذف د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د پراخې ناهیلۍ لامل شوی دی. ریچارډ بېنټ، فوزیه کوفي، ضیاالدین یوسفزي او په کاناډا کې د افغانستان سفیر حسن سروش هم په خپلو خبرو کې پر نړیوال فشار، د جنسیتي اپارټایډ پر رسمیت پېژندلو او د نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ. د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون د پخوانۍ استادې شهلا فرید کتاب «زن بودن، زن ماندن» هم نندارې ته وړاندې شو.

- Advertisment -spot_img