شنبه, مې 2, 2026
شنبه, مې 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هلمند او ننګرهار کې د ماشومانو په ګډون ۹ تنه اوبو وړي

ننګرهار طالب چارواکو ویلي، چې دوه تنه د دغه ولایت د مهمندرې ولسوالۍ په هزارناو او یو بل د نازیانو ولسوالۍ په ناکامورا ډنډ کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو وړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، د یادو کسانو جسدونه له اوبو را ایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د یوه بل خبر له مخې، د هلمند د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې ۶ښځې اوبو وړې، چې دوه یې ژغورل شوي، دوو يې ژوند له لاسه ورکړی او د دوو نورو جسدونه لا هم نادرکه دي او د موندلو هڅې یې روانې دي. دغه راز، د ناوې ولسوالۍ په سرخ دوز سیمه کې هم دوه ماشومان د هلمند سیند وړي او جسدونه یې لا نه دي موندل شوي.

- Advertisment -spot_img