د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د ټولو نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده. د طالبانو په بند کې د بندي خبریالانو د کورنۍ غړي او خپلوان د خپلو عزیزانو وضعیت او برخلیک ته اندېښمن دي او د دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي. د توانا خبري اژانس مسوول او د طالبانو له حکومت سره د بندي افغان خبریال ابوذر صارم سرپلي پلار غلام علي صارم په دې اړه ویلي: “اندېښمن یو، ځکه د یو چا ځوان زوی په بند کوي او هېڅ برخلیک یې معلوم نه وي او یو څلور کلن زوی هم ولري او هره شېبه دې کلک ونیسي چې پلار مې پیدا کړه نو دا ځورونکې ده، نو موږ اندېښمن یو خصوصا د ابوذر د روغتیا په اړه ، بل دا څلور کلن زوی یې هم موږ ډېر جګرخونه کوي، نو اسلامي امارت (طالبانو) نه مو غوښتنه ده چې ژر تر ژره د هغه برخلیک معلوم او ازاد یې کړي.” د نوموړي د ادعا پر بنسټ، ابوذر صارم سرپلي د ۱۴۰۴ کال د اسد په دویمه د طالبانو لخوا نیول شوی او هغوی سره بندي دی. بل خوا د طالبانو په بند کې د بل افغان خبریال شکېب نظري یو نږدې خپلوان چې له افغانستانه بهر اوسېږي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ بدلېدو په شرط یې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: “شکېب فعلا بګرام زندان کې دی او له ۹ میاشتو ډېر وخت یې د طالبانو استخباراتو ۴۰ ریاست زندان کې تېر کړی، کورنۍ یې میاشت کې یو ځل د لیدو حق لري، روغتیا یې ښه ده خو د اسلامي امارت (طالبانو) چارواکو نه مو دا غوښتنه ده چې که د تاسو په اند مجرم هم و، ډېر وخت یې بند کې تېر کړ اوس باید عفوه شي، نړیوال سازمانونه دې زموږ غږ واوري او باید د هغه خوشې کولو ته اقدام وشي.” د ده په خبره، شکېب نظري ته د طالبانو حکومت دوه کاله د بند موده ټاکلې چې پای ته رسېدو ته یې درې نورې میاشتې پاتې دي.



