د اسراییل پوځ د لبنان په جنوب کې څو سیمې د توپچي بریدونو هدف ګرځولې او هممهاله اسراییلي بېپیلوټه الوتکې د بېروت او د دغه ښار د سویلي څنډو په اسمان کې لیدل شوې دي. د لبنان په جنوب کې المنصوري، کونین، الصوانه او قلاویه سیمې او همداراز د مجدل زون لوړې سیمې د جمعې په سهار د توپچي بریدونو هدف شوې دي. د راپورونو له مخې، وادي الحجیر او د فرون، الغندوریه او تولین سیمو شاوخوا سیمې هم د درنو ۱۵۵ میلی مټري توپونو په وسیله ویشتل شوې دي. د لبنان رسمي خبري اژانس ویلي چې اسراییلي جنګي الوتکو د شپې له نیمایي وروسته د حاریص او الطیري سیمې هم بمبار کړې دي. په ورته وخت کې د جمعې په سهار د اسراییل بېپیلوټه الوتکې د لبنان د پلازمېنې بېروت او د هغې د سویلي څنډو پر سر په ټیټه ارتفاع الوتنې کولې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د وري له اووه ویشتمې نېټې څخه د لبنان او اسراییل ترمنځ لس ورځنی اوربند پیل شوی او وروسته یې د غويي په درېیمه د درېیو نورو اوونیو لپاره وغځاوه، خو راپورونه ښيي چې دغه اوربند لا هم نقض کېږي.



