د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ د اویر کلي پستاو سیمه کې د غر ښویېدنې له امله لږ تر لږه پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د بدخشان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رئیس مولوي محمداکرم اکبري ویلي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د پېښې قربانیان د بدخشان د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکي دي. په همدې حال کې د شهربزرګ ولسوالۍ د طالبانو ولسوال مولوي عبدالرشید رشاد ویلي، تر اوسه د پنځو کسانو مړینه تثبیت شوې، خو ښايي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.



