افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د افغان لوبډلې درې لوبغاړي سمیعالله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم یې د دوی له اجازې پرته د هند په لیجنډز لیګ سیالیو کې د لوبېدو له امله لږ تر لږه څلور میاشتې په کورني کرېکټ کې له لوبو منع کړي دي. د افغانستان کرېکټ بورډ نن پنجشنبې، د اپرېل ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرېکټ د نړیوالې شورا د اصولو له مخې هېڅ لوبېدونکی لوبغاړی نه شي کولی، چې د خپل هېواد کرېکټ بورډ له اجازې پرته په کوم بهرني لیګ کې ولوبېږي. افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا له اصولو سره سم، خپل درې لوبغاړي؛ سمیعالله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم، د هند په لیجنډز کرېکټ لیګ کې د اجازهلیک له اخیستو پرته د لوبېدو له امله، لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره له کورني کرېکټ څخه منع کړي دي. باید وویل شي، چې لیجنډ کرېکټ لیګ د پخواني او تقاعد شويو لوبغاړو یو غیر رسمي لیګ دی، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ کال په تېره مارچ میاشت کې په هند کې ترسره شوې.



