دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ممداني د برېټانیا له پاچاه د کوه نور الماسو د سپارلو غوښتنه کوي

د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي که د برېټانیا له پاچا سره د لیدلو موقع ورته برابره شي، اصلي مالک ته د کوه نور د الماسو د سپارلو خبره به ورته وکړي. نوموړي دا څرګندونې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې، د بریټانیا پاچا چارلیز نیویارک ته راځي، که ورسره وویني څه به ورته ووایي، په ځواب کې کړي دي. د ممداني دې څرګندونو یو ځل بیا د “کوه نور”الماسو د مالکیت په اړه بحثونه تاوده کړي دي. د تاریخي معلوماتو له مخې دغه الماس د افغانستان د امیرانو، ایراني شاهانو او هندي رهبرانو له لوري کارول شوي دي. خو د هند او افغانستان ترمنځ یې د مالکیت بحثونه تر نورو ګرم دي. د کارپوهانو په وینا د برېټانیا پاچا دېیم چالریز د دې الماسو د سپارلو واک نه لري او د برېټانیایي دولت مالکیت بلل کیږي.

- Advertisment -spot_img