چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکايي سناتور: واشنګټن دې د خپلو افغان متحدينو ملاتړ وکړي

یو امریکايي سناتور د دغه هېواد له حکومت غوښتنه کړې، چې د خپلو افغان متحدانو ترڅنګ ودرېږي او د «د افغانانو د وضعیت تعدیل» قانون تصویب کړي. د امریکا سناتور ریچارډ بلومنټال په قطر کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې دا کسان په «نه‌منلو وړ» او بې برخلیک شرایطو کې ژوند کوي. د هغه په وینا له دغو کورنیو سره دا اندېښنه شته چې کانګو ته ولېږدول شي یا بېرته افغانستان ته ستانه شي. بلومنټال خبرداری ورکړی چې، دا کسان د بېرته ستنېدو په صورت کې له جدي خطرونو سره مخ کېدای شي. هغه له امریکايي حکومت څخه غوښتي چې د «د افغانانو د وضعیت د تعدیل» قانون تصویب کړي. که دا لایحه تصویب شي، نو زرګونو افغانانو ته به دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لاره برابره کړي. په همدې حال کې راپورونه ښيي چې د ډېرو افغان کډوالو برخلیک لا هم نامعلوم دی. تر دې وړاندې هم راپور ورکړل شوی و چې یو شمېر دغه کډوال ښايي له قطر څخه کانګو ته ولېږدول شي. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې، له دې پروګرام څخه خبر نه دی. په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې، ځینې امریکايي چارواکي د هغوی پر ملاتړ او د حقوقي وضعیت د حل غوښتنه کوي.

- Advertisment -spot_img