د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، هغه افغان ښځې، چې بېرته هېواد ته راګرځېدلې، د نانواييو او ګډو پخلنځیو له لارې خپل ژوند له سره رغوي او د تړاو او کور احساس بیا راژوندی کوي. یاد سازمان په یوه انځوریز راپور کې، چې «ډوډۍ، اړیکې او د تړاو احساس په افغانستان کې» نومېږي، لیکلي، چې په کندهار کې ښځې د لمر له راختو وړاندې د خوړو په یوه مرکز کې خپل کار پیلوي. د راپور له مخې، په دې مرکز کې تنورونه له مخکې تاوده کېږي او ښځې د اوړو په خمیر کولو او د ډوډۍ په چمتو کولو سره خپل ورځنی کار پيلوي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، دغه فعالیتونه د ډېرو ښځو لپاره یوازې د عاید سرچینه نه ده، بلکې دا یو فرصت هم دی، چې د تېرو خاطرو، د کورنیو پخلنځیو او د ګډ ژوند شیبې بېرته راژوندۍ کړي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې په ګډو کاري چاپېریالونو کې کار کول نه یوازې د ښځو د عاید لامل شوی، بلکې د هغوی ټولنیزې اړیکې یې هم پیاوړې کړې او د خوړو او ګډ کار له لارې یې د یووالي او هیلې احساس بېرته ورګرځولی دی.



