شنبه, اپریل 25, 2026
شنبه, اپریل 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکیې یو ځل بیا د نتانياهو پر تګ‌لارو تُندې نيوکې وکړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسرايیل د نړیوال امنیت لپاره په مستقیم ګواښ بدل شوی او سیمه‌ییز بحرانونه پراخې نړیوالې پایلې لري. هاکان فیدان د جمعې په ورځ، د (اپرېل ۲۴مه) په اکسفورډ پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي چې، په منځني ختیځ کې شخړې نورې یوازې یوې سیمې پورې محدودې نه دي او د نړۍ پر امنیت او اقتصاد اغېز کوي. هغه زیاته کړې چې، نړۍ له یوه ژور جوړښتي بدلون سره مخ ده او هېوادونه نور نه شي کولی خپل امنیت او ستراتیژیک سیاستونه نورو ته وسپاري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران اړوند جګړه د سیمه‌ییزو بحرانونو له هغو بېلګو څخه بللې چې، پر نړیوال ثبات اغېز کوي. د هغه په وینا، دې جګړې د نړیوال امنیت او هوساینې پر وضعیت سخت ګوزار کړی دی. فیدان همدارنګه ټینګار کړی چې د اسرايیل اقدامات د سیمې د بې‌ثباته کولو لپاره له محلي پولو اوښتي او د نړیوالې ټولنې ګډ ځواب ته اړتیا لري. هغه په دوام کې د نړیوالو بنسټونو د اصلاح او په منځني ختیځ کې د نوي نظم د رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې ده. فیدان زیاته کړې چې، د سیمې ستونزې باید د همدې سیمې د هېوادونو له لوري حل شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کړې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه دوام لري او د هغو د اغېزو د نړیوال پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

- Advertisment -spot_img