ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیسټم فعال شوی دی. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی چې د ایران پر فضا د ځینو بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د لیدل کېدو راپورونه ورکړل شول. تر اوسه د دغو ډرونونو د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي، خو چارواکو ویلي چې امنیتي بنسټونه وضعیت له نږدې څاري. دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



