دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل روانه اوونۍ د ۷ هېوادونو د رزمي لوبو کوربتوب کوي

د طالبانو تر ولکې لاندې د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق ویلي، چې د راتلونکې پنجشنبې ورځ کابل د سيمې د اوو هېوادونو ترمنځ د نړۍوالو رزمي لوبو کوربه توب کوي. په دغو سياليو کې به د ازبيکستان، قرغیزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ايران، ترکيې او افغانستان لوبغاړي ګډون وکړي. دغه نړۍوالې سيالۍ د کورش، سامبو او دوديزې غېږنيونې په برخو کې کیږي، چې موخه يې د ورزشي اړيکو پياوړتيا او د دوديزو لوبو وده ښودل شوې ده. وثیق پر خپله اېکس پاڼه ویلي، چې په دغو سياليو کې به شاوخوا ۶۰بهرني لوبغاړي او تر ۱۰۰پورې افغان لوبغاړي او پهلوانان برخه واخلي او دا سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

- Advertisment -spot_img