دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران په جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي

په ایران کې د شهیدانو او پخوانیو سرتېرو دولتي بنسټ نن یکشنبې ویلي، چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ جګړه کې درې زره او۴۶۸ کسان وژل شوي دي. دغه بنسټ دا ویل نه دي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او که پوځیان. همدارنګه د ښځو او ماشومانو د وژل کیدو په اړه هم څه ویل شوي نه دي. بل پلو، د ایران عدلې طب تېره اوونۍ د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې د درې زرو او ۳۷۵ ایرانیانو وژل کیدو خبر تایید کړې و. د دغې ادارې په ټکو، په وژل شویو کې دوه زره ۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ نور يې ښځې دي. په امریکا کې د ایران د بشري حقونو میشت د “هرانا” په نوم یو سازمان بیا په دې جګړه کې د درې زرو او ۶۳۶کسانو وژل کیدو خبر ورکړی و. د هرانا د شمیرو له مخې، په وژل شویو کې ۱۷۰۱ تنه چې ۲۵۲ماشومان دي، ملکیان وګړي وو.

- Advertisment -spot_img