امریکا وايي، لبنان او اسراییل د لس ورځني اوربند هوکړه کړې، څو دواړه لوري وکولای شي مستقیمې خبرې پیل کړي او یوې دایمي سولې او امنیتي هوکړې ته ورسېږي. د معلوماتو له مخې، دا اوربند به روان اپریل میاشتې په (۱۷) پیل شي چې موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د سولې رامنځته کول ښودل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، له اوربند سره به د لبنان حکومت هڅه کوي چې د خپلې خاورې څخه پر اسراییل هر ډول بریدونه ودروي، په ځانګړي ډول د حزبالله او نورو وسلهوالو ډلو له لوري. همدا راز ټینګار شوی چې د لبنان دفاع او امنیت یوازې د دې هېواد د رسمي ځواکونو مسوولیت دی او بل هېڅ لوری باید پکې لاس وهنه ونه کړي. بلخوا، اسرائیلي رژیم هم ژمنه کړې چې په دې لس ورځو کې به پر لبنان بریدونه نه کوي، خو که کوم بیړنی ګواښ رامنځته شي، د ځان د دفاع حق به ولري. دواړو لورو له امریکا غوښتي چې د مستقیمو خبرو زمینه برابره کړي، څو پاتې ستونزې، لکه د ځمکنۍ پولې موضوع، حل شي. په پای کې ویل شوي چې لبنان او اسرائیلي رژیم اوس په جګړه کې نه دي او چمتو دي چې د امریکا په منځګړیتوب جدي خبرې وکړي، څو امنیت، ثبات او دوامداره سوله رامنځته شي.



