چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه له ملانیا ټرمپ څخه د سلګونو فعالانو غوښتنه

د بشري حقونو ۱۰۰ تنو فعالانو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو مدافعانو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ ته په یو پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې د هېواد د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي. په دغه لیک کې، چې تر ډېره د جګړې له امله د اغېزمنو شویو ماشومانو په برخه کې د ملانیا ټرمپ له تېرو هڅو الهام اخیستی، ویل شوي چې د هغې غږ کولای شي هغو کسانو ته د نړۍ پام ور واړوي چې د هېرېدو په حال کې دي. دغو فعالانو ویلي، چې افغان نجونې چې یو وخت یې د ډاکټرانو، ښوونکو او خبریال کېدو خوبونه لیدل، اوس له درسونو بې‌برخې دي او میندې یې د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره له سختې خوارځواکۍ سره مبارزه کوي؛ په ډېری ټولنو کې ښځې په بشپړ ډول له عامه ژونده ایستل شوي او د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو راتلونکی په داسې ډول محدود شوی چې درک کول یې ستونزمن دي. دوی په امنیت شورا کې د ملانیا ټرمپ وینا ته په اشارې ویلي: «تاسو داسې ځواکمنه اډانه لرئ چې له سیاست ورهاخوا ده؛ کله چې تاسو پر یوې موضوع تمرکز کوئ، خلک یې اوري، دولتونه ورته متوجه کېږي او رسنۍ یې تعقیبوي. دا نفوذ کولای شي مرسته وکړي چې افغان ښځې او ماشومان د نړۍ د نورو کړکېچونو په منځ کې هېر نشي.» په لیک کې راغلي چې حتی واړه ګامونه لکه د نجونو د زده کړو په اړه ښکاره خبرې کول، له هغو بنسټونو سره لیدنه چې له افغان ښځو سره کار کوي او د بشري مرستو هڅول خورا مهم دي، ځکه دا لیده کاته په خپله په ساتنې او مرستې بدلېدای شي. د دغو فعالانو په باور، تاریخ تر ډېره پر دې ولاړ دی چې ایا په واک او نفوذ لرونکو موقفونو کې ناست کسان د اړتیا پر مهال اقدام کوي که نه. د دغه لیک د لاسلیک کوونکو په منځ کې په امریکا کې د «افغانستان د اغېز شبکې» بنسټ اېښودونکی صادق امیني، په فرانسه کې د دغې شبکې غړې تهمینه ساپۍ او ۹۸ نور مدني او د بشري حقونو فعالان شامل دي. تر اوسه د امریکا د لومړۍ مېرمنې دفتر د دغه لیک په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

- Advertisment -spot_img