د افغانستان او نړۍ مشهور کرېکټ ستوری راشد خان د نړیوالو کرېکټ لوبغاړو د ټولنې (World Cricket Association) د مشورتي بورډ د نوي غړي په توګه ټاکل شوی دی. یادې ټولنې د خپل مشورتي بورډ په جوړښت کې د وروستیو بدلونونو اعلان کړی او ټینګار یې کړی، چې په نړیوال کرېکټ کې به د مهمو پرېکړو په کولو کې د لوبغاړو رول نور هم پیاوړی شي. د یادونې وړ ده، د لوبغاړو مشورتي بورډ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې جوړ شوی، چې د نړۍ د کرېکټ له ۱۷ مخکښو هېوادونو څخه د لوبغاړو د نظرونو په انعکاس کې مهم رول لري او د نړیوالو سیالیو د پلان جوړونې، د نړیوال کرېکټ شورا د سیالیو او د لوبغاړو د حقونو په څېر موضوعات تر څېړنې لاندې نیسي.



